دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 209082
کورونا وېروس: د ماشومانو واکسین په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه او د نړۍ وروستی حال
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر له ۲۳۳ زرو تنو اوښتی، د ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر له درې میلیونه دوه لکو کسانو ډېر شوی دی.


بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له کورونا وبا سره د تګ راتګ او لیږد نظام پر وړاندې پراته خنډونه د دې لامل کېدای شي چې سلګونه زره ماشومان دژوند ژغورونکو واکسینو له ترلاسه کولو محروم پاتې شي.
د دغې وبا له کبله ملکي هوايي چلن هم اغېزمن شوی دی، چې له کبله یې پر چارټر الوتنو هم اغېز شوی دی. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي، مانا یې دا ده چې لګسونه هېوادونه د واکسینو ختمېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دی.
 
https://avapress.com/vdcg7y9xxak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته