مایار زیاتوي، د عامې روغتیا وزیر اوسمهال په خپل کور کې قرنطین شوی خو روغتیایي وضعیت یې له اندېښنې بهر دی.
ویل کیږي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې فیروز الدین فیروز بېلا بېلو روغتیایي مرکزونو ته تګ راتګ درلود، چې ښایي د همدې فعالیتونو په لړ کې په کرونا ویروس اخته شوی وي.
دا لومړی وار دی چې د عامې روغتیا وزارت یو غړی یا جګپوړی چارواکی په کرونا ویروس اخته کیږي.
له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و چې په ارګ کې له شلو زیات کاروکوونکي په کرونا اخته شوي، دغه راز د مشرانو جرګې غړو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پایلې لیدل شوې وې.
اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۱۰۶ کسان مړه شوي او ۴۶۸ تنه بیرته روغ شوي دي.