دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 212350
سټولټنبرګ: امریکا له ناټو سره جرمني کې د پوځیانو پر کمېدو خبرې کوي
د ناټو سرمنشي وایي، متحده ایالات د ناټو له غړو سره په جرمني کې د خپلو پوځیانو د شمېر پر کمېدو خبرې کوي.


له جرمني څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان د ناټو یو شمېر غړي اندېښمن کړي دي.

ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په جرمني کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو پر مسئله بحث روان دی.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په ټول قوت دا خبره تصرېح کړه چې پرته له څه شکه، متحده ایالات د اروپا امنیت ته ژمن دی او متحده ایالات به د راتلونکو نورو ګامونو په اړه د تړون له نورو غړو سره مشوره کوي. ښکاره ده چې په جرمني کې د امریکا حضور د ټول تړون لپاره مهم دی، البته په جرمني کې د امریکا حضور د امریکا او جرمني ترمنځ یوه دوه اړخیزه موضوع ده."

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې میاشتې په لومړیو کې ناڅاپه اعلان وکړ چې درېیمه برخه پوځیان به له جرمني بهر کړي او د پاتې پوځیانو شمېر به هلته ۲۵ زرو ته راښکته کړي.

ټرمپ پر جرمني تور پورې کړ چې د ناټو په تړون کې کافي ونډه نه‌اخلي، خو برلین د ټرمپ دا څرګندونې رد کړې دي او وایي چې په ناټو کې به خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwrarut1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته