دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 212821
بادغیس ولایت کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د راپورونو له مخې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې ۱۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.
بادغیس ولایت کې سرچینو ویلي، چې طالبانو تېره شپه سه شنبې د (چنګاښ میاشتې ۳) بالامرغاب ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې نښته کې د ملي پوځ اووه کمانډو ځواکونه او درې پولیس وژل شوي دي.
نښته کې پنځه افغان امنیتي سرتیرې ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغان حکومت تېره اونۍ د طالبانو له لوري د روانې جګړې تر ټولو خونړۍ اونۍ یاده کړه او وویل چې یو شمېر ډېر ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت هڅې روانې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شي، تر څو د روانې جګړې ټغر د خبرو له لارې ورټول شي.
افغان حکومت په کراتو طالبانو ته د اوربند لاس وړاندې کړی خو طالبانو د نه ځواب ورکړی او لاهم خپله جګړه مشروع بولي، په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې وروسته طالبانو پر امریکايي ځواکونو هېڅ برید نه دی ترسره کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb55b58rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته