دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 212926
د کرونا ویروس ۴۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۴۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبې د (چنګاښ میاشتې ۵) ویلي چې له پرون راهیسې ۴۶۰ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره هېواد کې په یاد ویروس د اخته کسان شمېر ۳۰ زره او ۱۷۵ تنو ته ورسېد.
تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله یو شمېر کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي او دې موده کې ۳۶ کسان چې په کرونا اخته وو، مړه شوي دي.
د مړو شویو کسانو تازه شمېر سره هېواد کې د یاد ویروس له امله د قربانیانو شمېر هم ۶۷۵ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څلریشت ساعتونو کې ۳۰۵ کسان له کرونا ویروس څخه روغ شوي او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي، چې له دې سره هېواد کې د روغ شویو کسانو شمېر هم ۱۰ زره او ۱۷۴ ته ورسېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiini-23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته