دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 212973
د افغانستان بانک څلور لوړپوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کېږي
د افغانستان بانک د عالي شورا د وروستۍ پریکړې په اساس، د دغه بانک څلور لوړپوړي چارواکي چې په فساد تورن شوي له خپلو دندو ګوښه او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته استول کېږي.

له دغه بانک څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې د بانک دغه څلور چارواکي د فساد په اوو دوسیو کې تورن پیژندل شوي دي.
په بیان کې د دغو څلورو تورنو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي خو ویل شوي چې د بانک د کورني تفتیش څانګې د دوی دوسیې څیړلي او راپور یې عمومي رئیس ته استولی چې په نتیجه کې یې د بانک عالي شورا لویې څارنوالۍ ته د هغوی د معرفي کولو پریکړه کړې ده.
د افغانستان بانک ویلي چې د دغو لوړپوړو چارواکو سربېره د بانک یو شمیر نورو کارکوونکو ته هم چې په دې دوسیو کې ښکیل وو تادیبي سزاګانې ورکول کېږي.
په عین حال کې د افغانستان بانک یو مرستیال محمدقسیم رحیمي ویلي چې د دغه بانک د قانون په خلاف د هغه د ګوښه کېدو په تړاو تصمیم نیول شوی دی.
ښاغلي رحیمي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "نن سهار کله چې د خپل د کار دفتر په لور روان وم خبر شوم چې د وسله‌والو کسانو له خوا زما دفتر کلابند شوی دی او ویل شوي دي چې ماته اجازه رانکړي چې خپل دفتر ته دننه شم".
د افغانستان بانک دغه چارواکي ادعا کړې ده چې د بانک سرپرست هغه ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې "له لانجې پرته" استعفی وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcja8e8tuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته