د ایران د پلازمینې تهران په «سینا اطهر» کلینک کې د اورلګیدنې په پایله کې،۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،تیره شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې د تهران ښار د «سینا اطهر»په روغتیایي کلینک کې د یوې چاودنې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د ایران د عمومې روغتیایي اړیکو اداره وایي چې په دې اورلګیدنه کې تر اوسه(د چنګاښ د ۱۱ سهار) پورې د ۱۵ ښځو او څلورو سړو په ګډون ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په د دې پیښې د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی. لا تر اوسه ددې اورلګیدنې انګیزه مالونه شوي نه ده.