دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 214408
ويسټ انډيز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه
د ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان ته د ۴ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
د لومړۍ پاڼۍ لومړی توپوهنه انګلستان ترسره کړه او يوازې د ۲۰۴ منډو په جوړولو وتوانېدل. تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر بېن سټوکس ۴۳ او وېکټ کيپر جاس بټلر ۳۵ وکړې. د وېسټ انډيز له لوري بيا لوبډلمشر جسن هولډر ۶ او ګبرېل ۴ وېکټې ترلاسه کړې.
ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان وپوهاوه چې پرې برلاسی دي. دوی د کارلوس برېټ وېټ د ۶۵ او ډووريچ د ۶۱ منډو پر مټ ټولې ۳۱۸ منډې وکړې. د انګلستان له لوري لوبډلمشر سټوکس ۴ او جيمز انډرسن ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
انګلستان بيا خپله دويمه پاڼۍ کې که څه هم تر لومړۍ هغې ښه و، خو هومره نه چې ويست انډيز ته يو ستر هدف وټاکي. دوی د کراولي د ۷۵ او د سېبلي د ۵۰ منډو پر مټ ۳۱۳ منډې جوړې کړې. د ويسټ انډيز له لوري دا ځل ګبرېل ۵ وېکټې ترلاسه کړې. په دې سره انګلستان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۹۹ منډې هدف وټاکه.
خو ویسټ انډيز په خورا ښه ډول د بلک ووډ د ۹۵ منډو پر مټ دغه هدف پوره کړ او په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې انګلستان ته ماتې ورکړه.
دا د کرونا وايروس له کبله په ټوله نړۍ پر ورزشي لوبو تر بنديز وروسته د کرېکټ لومړۍ نړيواله لوبه وه چې د نندارچيانو له ګډون پرته ترسره شوه. ټاکل شوې د جولای په ۱۶مه د دې دوو لوبډلو تر منځ دويمه ټېسټ لوبه پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdce7e8wvjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته