دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 214653
پوځي ناسته؛ د ناوه پر ټيکاو خبرې وشوې
د هلمند  د ناوې، ګرمسیر او خانشين ولسواليو نظامي او ملکي مسولينو په ناوه ولسوالۍ کي د الحاج فضل الباري فياض په کوربتوب نظامي مجلس رابللی وو. په دغه ناسته کي د ناوې ولسوالۍ د نظامي او ملکي رهبرۍ ترڅنګ د ګرمسیر ولسوال، امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير، د خانشين ولسوالۍ امنيه قوماندان او ملي اردو قوماندانانو ګډون کړی وو.

د ناوې ولسوال الحاج فضل الباري فياض دغي غونډي ته په وينا کي وويل چي دا درې سره ولسوالۍ پر يوه مسير پرتې دي د امنيت سمون او تحديد يې مشترک دي. نو لازمه ده حد درسرو پراخو سيمو د ډيرو اوسيدونکو له پاره د هوسا ژوند او ډاډمن امنيت هلي ځلي لا قوي کړو.
په دې ناسته کي د درو سرو ولسواليو نظامي او ملکي مسولينو د امنيت پر ډاډمنتيا ژور بحثونه وکړل.
https://avapress.com/vdcgnt9xwak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته