دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 214740
د پاکستان هوایي چلند ادارې د خپلو پیلوټانو جوازونه وڅېړل
د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې هغه خبره رد کړه چې د دغه هېواد پیلوټان په جعلي اسنادو مقرر شوي دي. ددې ادارې رییس حسن ناصر جامي ولي چې د پاکستان د ټولو پیلوټانو جوازونه سم دي او په کومو چې شک شوی تر څېړنو لاندې نیول شوي.
په ورته مهال ددغه د پیلوټانو د اتحادیې لخوا هم ددې خبره پخلی شوی او ویلي دي چې د ټولو پیلوټانو اسناد سم دي او ټول مسلکي خلک دي.
دوی دا خبره داسې مهال کوي چې د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي و چې له ۸۶۰پیلوټانو څخه د ۲۶۲تنو اسناد مشکوک دي چې وروسته بیا ۲۸پیلوټان له دندو لیرې کړای شول.
له دغو څرګندونو وروسته امریکا او اروپایي هېوادونو  پرېکړه وکړه چې د پاکستان پیلوتانو په پروازونو بندیزونه ولګوي او همغه چې تر اوسه پر دوی دا بیدیز لګېدلی دی.
https://avapress.com/vdcdoo0xzyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته