دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 214743
یو شمېر وروستي او ځورونکي راپورونه ښیي چې القاعده اوس هم طالبانو ته مالي، پوځي،‌ روزنیز او استخباراتي ملاتړ برابروي.‌
د طالبانو او القاعدې تر منځ روانې کلکې اړیکې په افغانستان کې د سولې د هیلو پر وړاندې یو سخت خنډ جوړوي، ځکه ډېر کتونکي باور لري چې د دغو دواړو ډلو تر منځ اړیکې «نه ماتېدونکې» دي.
د کب په میاشت کې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې په اساس، یاغیانو ومنله چې القاعده به له دې څخه منع کړي چې له افغانستان څخه د بریدونو د طرحه کولو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه کار واخلي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جولای په ۱ په یوه راپور کې وویل، خو له هغه وخت راهیسې موده کې، طالبانو د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې سره کار ته دوام ورکړی دی.
دغه راپور د ملګرو ملتونو د غبرګولي د ۷مې هغه تحلیل پسې لږ وروسته خپور شو چې له القاعدې سره د طالبانو د پراخو اړیکو په هکله جزیات وړاندې کوي.
https://avapress.com/vdcgtt9xwak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته