دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 214867
محمد اشرف غني: په افغانستان کې فقر یوه پېښه نه، بلکې ناورین دی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په افغانستان کې فقر یوه پېښه نه، بلکې یو ناورین دی او تر ۹۰ فیصده زیات افغانان په سخته نیستۍ کې ژوند کوي.

ولسمشر غني دا خبره پرون (د جولای په ۱۸مه) په کابل کې د 'ملي دسترخوان' په نوم د اقتصادي پروګرام د پیل په مناسبت غونډه کې کړې ده.
هغه ویلي چې افغانانو د کرونا ویروس د خپرېدو په پيل کې له خپلو وطنوالو سره د مرستو له لارې څرګنده کړه چې سره له دې چې د دې هېواد اکثر وګړي په سخت فقر کې ژوند کوي، خو د یوه بډای ولس احساس لري.
هغه د دې نوي پروګرام په اړه وویل: "د کار پیل په افغانستان کې دی، د کار مسؤلیت د افغانانو دی او د کار پای به هم دلته وي. موږ تر دې وروسته نه‌شو کولائ چې د افغانستان د پراختیا مسؤلیت د نړیوالو په خیرات پر مخ بوځو، له خپلو سرچینو باید کار واخلو."
د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو اوونیو کې له فقیرو خلکو سره د مرستې لپاره د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړ.ولسمشر غني وویل چې دا پروګرام تر جدي څارنې لاندې پلی شوی او له هغو کسانو سره به چې له قانونه‌یې سرغړونه کړې قانوني چلند وشي.
اشرف غني وویل: "زه پر دې ویاړم چې سره له دې چې په سلو کې ۹۰ افغانان په سخته نیستۍ کې او د ورځې تر دوو ډالرو په لږ عاید ژوند تېروي، د یو پیاوړي او غني ولس احساس ورسره دی."
له نیستمنو کورنیو سره د حکومت د مرستې پر پروګرامونو چې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام هم په‌کې شامل دی، مکرراً نیوکې کېږي.
د کندهار اوسېدونکې، فېروزې ازادي راډیو ته په ټیلیفونی پیغام کې وویل: "یو کال کېږي چې مېړه مې ورک دی او دوه کوچني اولادونه راپاتې دي. موږ څه وخورو؟ کمک کېږي، خو موږ ته نه‌رارسېږي.
نړیوال بانک په وروستیو کې یو راپور خپور کړ او په افغانستان کې یې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
نړیوال بانک وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو، پر حکومت د اقتصادي فشار او د خلکو د عوایدو د کمېدو له کبله به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه به د هغو افغانانو شمېر ۷۲ فیصده شي چې د فقر تر خط لاندې ژوند کوي.
 
د ډېرو څارونکو په باور د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو یو دلیل د بې‌کارۍ زیاتوالی دی. هغوی پر حکومت نیوکه کوي چې خلکو ته د کاري موقع په پيدا کولو کې ناکام شوی دی.
په کابل کې د اقتصادي چارو یوه څارونکي، صمیم صارم ازادي راډیو ته وویل چې حکومت له سخته فقره د خلکو د ژغورلو لپاره ستراتېژیک پلان نه‌لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcd9o0x5yt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته