دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 215028
عراقچي: له طالبانو سره مو ليدلي، خو منظمې اړيکې نه لرو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي وایي، دوه ځلې يې له طالبانو سره ليدلي دي، خو له دې ډلې سره کومې منظمې اړيکې نه لري.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:
  • « لکه څرنګه چې له ټولو ډلو سره اړیکې لرو، له طالبانو سره هم اړیکې لرو، د هغوی نظرونه مو اورېدلي او خپل نظریات مو هم ورته ویلي، خو تهران له طالبانو سره منظمې اړیکې نه لري»
عراقچي دغه راز په وروستیو کې د ایران په سرحدی اوبو کې د ځينو افغانانو ډوبېدو او د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو پر لېږدوونکي موټر د ډزو په تړاو وويل، افغان حکومت بايد خپلې پولې کنټرول کړي او د هغه په باور د دې ستونزو اصلي علت د افغانستان له لوري د خپلو پولو نه کنټرول دی.
نوموړي وویل: 
« تر ټولو مهم کار دا دی چې په ایران کې د بهرنیانو او په ځانګړي ډول د افغان وګړو د حضور لپاره یو قانوني بهیر جوړ کړو او افغان حکومت باید خپلې پولې کنټرول کړي ځکه چې همدا ناقانونه تګ راتګ د ځينو ستونزو د رامنځته کېدو لامل دی»
د یادولو ده چې ایران کې وخت ناوخت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کېږي چې په ورستیو کې هم د ایراني ځواکونو له لوري دې هېواد ته په تلونکو افغانانو ډزې شوې وې او ځينې يې سیند ته غورځول شوي وو. دغه راز تر دې پېښې وروسته ايراني ځواکونو د افغانانو په يوه لېږدوونکي ګاډي هم ډزې کړې او په دې پېښه کې يو شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه چې پر ټولنيزو رسنيو يې د افغانانو توند غبرګونونه راوپارول.
 
https://avapress.com/vdcdxk0xjyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته