د کابل پولیس وايي، نن سهار يو کس غوښتل د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند پروان سه سيمه کې د سړک ګلدان کې ماين ځای پر ځای کړي، خو خپل ماين پرې چاودنه کړې.
پوليس وايي، دې بريد کې يوازې ماين اېښودونکی وژل شوی او بل چاته زيان نه دی اوښتی.
د دوی په خبره، دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.
د سړک غاړې ماينونه په افغانستان کې ډېری وخت د حکومت د وسلهوالو مخالفينو له لوري د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره کارول کېږي، خو وخت ناوخت دې ماينونو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)