دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 216309
د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالله عبدالله له بلقيش روشن بښنه وغوښته
د ملي پخلاينې عالي شورا او دغه راز د روانې مشورتي لويې جرګې مشر عبدالله عبدالله د مشورتي لويې جرګې په تالار کې د دې جرګې او د ولسي جرګې د يوې غړې بلقيش روشن پر وړاندې د شوي چلند له کبله بښنه غوښتې. نوموړي تېره ورځ ناوخته له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي: د دغه ټربیون له لارې له مېرمن روشن نه بخښنه غواړم، دا چلند له هغو ارزښتونو او چلند سره چې دا نظام ورباندې ولاړ دی، په ټکر کې دی، د منلو وړ نه دی او باید وڅېړل شي. عبدالله زياته کړې، دې پېښې خواشينی کړی دی.

د مشورتي لويې جرګې په لومړۍ ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو پر مهال په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقيس روشن هغه شعار اوچت کړی چې پرې ليکل شوي وو:
وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی.
بلقيس دغه راز د ولسمشر غني د خبرو پر مهال دغه شعار په خپل غږ تکرار کړ.
خو ولسمشر غني له هغې د ارامۍ غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې چاته يې باج نه دی ورکړی او اوس مهال پرېکړه په مشورتي لويې جرګې پورې تړلې ده.
تر دې وروسته يوه وېډيو کې ليدل کېږي، چې بلقيس د يوې ښځې له لوري ټېل وهل کېږي او له جرګې ايستل کېږي.
https://avapress.com/vdcgz39xyak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته