د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ له ټولنې یا نی په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت د رسنیو امنیت ته پاملرنه نه کوي او د افغانستان رسنۍ او خبریالان په هر وخت کې له ګواښونو سره مخ وي.
دوی وایي، کورنیو چارو وزرات دې د رسنیو او خبریالانو د امنیت په برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
یاد مرکز وروسته تر هغه دغه خبرپاڼه خپره کړې چې دوې ورځې وړاندې د بغلان په پلخمري ښار کې د دوو سیمهيیزو رسنیو د دفتر مختې ته یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې وه چې دغه رسنیو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي وو.
یاد مرکز دغه راز له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې د بغلان د پېښې پخلی وکړي او او عاملین یې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د افغانستان رسنۍ او خبریالان د وسلهوالو ډلو او زورمندانو له لورې له ګواښونو سره مخ دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)