دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 216885
بادغیس کې ۳۰ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي
د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وایي طالب وسله والو تیره شپه د دغه ولایت یو شمیر سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې د دغې ډلې ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د بادغیس د پولیسو قومندان محفوظ ولیزاده ویلي طالبانو تيره شپه د قادس ولسوالۍ قرچغي او د مقر ولسوالۍ سنجتک سيمو کى د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي و.
د ښاغلي ولیزاده په وینا په دې نښته کې د طالبانو ۱۵ميله وسلې او ۵ د شپې دوربينونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده روانه اونۍ کې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مستقیمي خبرې پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvd0tw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته