دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 217830
سید سعادت منصور نادري د سولې چارو کې د دولت وزير وټاکل شو
يو شمېر سرچينې د ولسمشر غني او د پخلاينې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو د حل خبر ورکوي او وايي چې ولسمشر او د ملي پخلاينې عالي شورا مشر د سولې په چارو کې د دولت وزير په توګه د سيد سعادت منصور نادري پر ټاکلو توافق کړی دی.
عبدالله عبدالله ته يوې نېږدې او باخبره سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي خامه‌پرس ته وويل، چې د افغان مشرانو له توافق وروسته ولسمشر غني د سولې په چارو کې د دولت وزير په توګه د سيد سعادت منصور نادري د ګمارلو حکم لاسليک کړی دی.
ښاغلی نادري په سوداګريزو او اقتصادي برخو کې د ۲۰ کاله تجربې په لرلو سره تر دې وړاندې د ملي يووالي په حکومت کې د ښار جوړولو وزارت د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د هوکړې تر لاسليک او د اختلافاتو تر راپورته کېدو څلور مياشتې وروسته دا لومړی وزير دی چې د ملي پخلاينې عالي شورا له لوري وړانديز کېږي او د ولسمشر غني په حکم ګمارل کېږي.
د کابينې د تشکيل بشپړېدو کې د ځنډ يو عمده دليل د ارګ او سپيدار تر منځ د سولې په چارو کې د دولت وزير پر سر اختلافات بلل شوي دي.
تر دې وړاندې عبدالله عبدالله مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزير په توګه وړانديز کړی و، خو ارګ د دې وزارت د وزير په توګه د مستور له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی و او ويلي يې وو، ښه دا ده چې مستور په اقتصادي سکتور کې کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9xzak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته