د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټرمپ سلاکار رابرټ اوبراین پرون ناوخته له ولسمشرغني سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته ویلي، بین الافغاني خبرې دې ژر تر ژره پیل شي او تاوتریخوالی دې کم شي.
خبرپاڼه لیکي، اوبراین ټینګار وکړ چې امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړې ده او افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
د خبرپاڼې په حواله، اوبراین زیاته کړه، امریکا د هغو افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي چې په د خپل هیواد او خلکو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او په خبره یې نه غواړي دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)