دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 218344
د شهید اونۍ لمانځل؛ سرغړونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری
په افغانستان کې د شهید اونۍ د لمانځلو په درشل کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له هغو کسانو سره د جدي چلند خبرداری ورکړی چې د دغو مراسمو د لمانځلو په پلمه غیرقانوني کړنې کوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ د سپټیمبر ۷ (وږي ۱۷) خبریالانو ته وویل چې د شهید د اونۍ مراسم باید په ارام چاپیریال او د عامه نظم له اخلالولو پرته ترسره شي.
هغه زیاته کړه: "هغه کسان او ډلې چې وغواړي د شهید د اونۍ په نوم داسې اعمال ترسره کړي چې له امله یې زموږ د خلکو فزیکي او روحي امنیت وګواښل شي، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې له دغو کسانو سره جدي چلند وکړي".
ښاغلي ارین دغه راز وویل چې د دغو مراسمو پر مهال د وسلو ګرځول او هوايي ډزې منع دي او سرغړونکي به تر قانوني تعقیب لاندې راوستل شي.
ټاکل شوې چې سبا د سې‌شنبې په ورځ د وږي ۱۸مه په افغانستان کې د شهید اونۍ او د احمدشاه مسعود ۱۹م تلین ولمانځل شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې تېر کال په همدې ورځ د احمدشاه مسعود د پلویانو په هوايي ډزو کې دوه تنه ووژل شول.
پولیسو هغه مهال ۱۳۸ تنه د عامه نظم د ګډوډلو په تور نیولي وو.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت هر کال ورته خبرداری ورکوي، خو د دوی د خبر داري سره سره یو شمېر کسان په دغه ورځ په تورنګ لړلو موټرو او غیر قانوني وسلو سره کابل ښار کې ګرځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk6nik23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته