دخپریدو نیټه :شنبه ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 219605
کابل ته د طالبانو د راتګ ۲۴ مه کلیزه؛ سلګونه کسانو یې پر ضد لاریون وکړ
کابل ته د طالبانو د راتګ د ۲۴ مې کلیزې په ورځ د کابل په شمال کې سلګونو کسانو د دې ډلې پر ضد لاریون وکړ.
د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په پنځمه نېټه د برهان الدین رباني د حکومت په شاتګ سره وسله والو طالبانو کابل ونیوه او پنځه کاله یې حکومت وکړ.
په داسې حال کې چې د قطر په بلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې د بیت الافغاني خبرو په کړنلاره بحثونه کېږي، د کابل په شمال کې سلګونو کسانو کابل ته د طالبانو د راتګ د ۲۴ یمې کلیزې په ورځ د دې ډلې پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو اجبارې کډه کېدو ته د شمالي د خلکو اړ کېدل او په سېمه کې د انګورو تاکونو له منځه وړل د طالبانو لخوا جنایت وباله او پرضد یې شعارونه ورکړل.
د لاریون یو تن سمبالوونکي محمد سالم وویل: "د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په پنځمه نېټه کله چې طالبانو شمالي ونیوه، لومړنی کار یې د ونو پرېکول و، وروسته یې کار پر یوې سوځېدلې ځمکې د سیاست پلي کول وو، د ماشومانو او مېرمنو وژلو باندې یې لاس پورې کړ، مونږ هېڅکله هغه ورځې نه شو هېرولی، طالب یوه تروریستي او جنایتکاره ډله ده."
 
۶۹ نورګل د لاریون په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، طالبانو چې کله د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په پنځمه نېټه کابل ونېوه نو زما مېرمن او درې ماشومان یې ووژل.
 
هغه زیاته کړه: "کله چې په لومړي ورځ طالبان کاریز میر ته راغلل، زما درې زامن او مېرمن یې شهیدان کړل، زمونږ کورونه یې وسوځول، که چېرې طالبان سوله وکړي، مونږ هغوي بخښو خو دا نه منو چې اسلامي امارت راشي او طالبان واک ته ورسېږي."
د کابل ـ پروان لویې لارې لاریون کوونکي وايي، نړېواله ټولنه باید پرېنږدې چې طالبان د واک برخه شي.
لاریون کوونکو جمهوریت، د ښځو ازادي، د رسنیو ازادي او د اساسي قانون خوندیتوب خپلې سرې کرښې وګنلې.
د کابل د شمالي سیمو لاریون کوونکو وویل، طالب ډله د جنایت ترسره کولو له امله باید له خلکو بخښنه وغواړي.
 
یو تن لاریون کوونکی محمد نصیر وايي: "دا روښانه ده چې طالبانو لاس په تاوتریخوالي پورې کړ، د میزان پنځمه هغه ورځ وه چې طالبانو کابل اشغال کړ، د خلکو کورونه یې وسوځول،کونډې پرځای پاتې شوې، هغوی تروریستان دي او مونږ طالب نه غواړو."
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو نتیجه یې ورنه کړه.
دغه لاریون داسې مهال کېږي چې کابل ته د طالبانو له راتلو ۲۴ کاله وروسته یو ځلې بیا دغې ډلې د کابل په ځنیو برخو کې حضور پیدا کړی.
د ننني لاریون په لس کیلو مټرۍ کې د شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې طالبان فعالیت لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu3arwt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته