دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 219976
ولسمشرغني پکتیکا ته لاړ
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پکتیکا ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی.
خبرپاڼه لیکي، په پام کې ده چې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې له ملکي او نظامي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو ځوانانو او د دې ولایت له بېلابېلو اقشارو سره جلا جلا لیدنې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjahe8muqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته