دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 253673
د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي
د متحدو ایالتونو د اوکلاهوما ایالت په ټولسا ښار کې پولیس وایي په یو روغتون کې د چهار شنبې په ورځ جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) د وسله وال برید له امله حد اقل څلور ملکي کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیټورینګ، د پولیسو یو سیمه ایز چارواکي اریک داګلس د تلفاتو شمیر تائید کړی او ویلي یې دي چې بریدګر ظاهرا ځان هم په ډزو ویشتی دی.

تر اوسه ددې برید علت معلوم شوی ندی، خو د پولیسو دې چارواکي د ټولسا ښار د پولیسو پر فیسبوک پاڼه په یو ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې بریدګر د ټوپک او تومانچې په مرسته، د سنټ فرانسیس روغتون په ودانۍ کې ډزې کړي دي.

پولیسو ویلي امنیتي چارواکي اوسمهال له عیني شاهدانو سره خبري کوي څو د برید په اړه ډیر جزیات ترلاسه کړي.

پولیسو زیاته کړې د بریدګر هویت تر اوسه روښانه شوی ندی خو ویلي یې دي چې یو تور پوستي کس چې ۳۵ تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري دا برید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اته ورځې مخکې یو ۱۸ کلن ځوان د تکساس ایالت په یو لومړني ښوونځي کې په ډزو کې د ښوونځي ۱۹ ماشومان او دوه ښوونکي ووژل.

له دې مخکې د نیویارک ښار د بفلو په یو بازار کې هم د یو کس په ډزو کې ۱۰ کسان ووژل شول.

د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف د شمیرو له مخې، د روان میلادي‌ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه بیا د مې میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې په امریکا کې د وسله والو بریدونو ۲۱۲ پيښې ثبت شوي دي.

د امریکا اساسي قانون ددغه هیواد وګړو ته د وسلې د مالکیت حق ورکړی دی خو دا موضوع تل په واشنګتن کې په یو مهم سیاسي بحث بدله شوې ده ځکه هر کال په زرګونه کسان د وسلو په مرسته تاوتریخوالو له امله مړه او ټپیان کیږي.

دا په داسی حال کي ده چي امریکايي چارواکي هرکله ځان د نړی یو نه ماتیدونکي ځواک معریفي کوي او وايي چي امریکا یو د نړی امن ترینه ځاي دي. /آزادي راډیو
 
https://avapress.com/vdcbzfb5frhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته