افغان غږ خبری آژانس : د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي: دغه لوبه د زیمبابوې په پلازمینه هراري کې ترسره کیږي او افغان کرکټ لوبغاړي دغه لوبو ته پوره چمتوالی لري.
دده په وینا؛ "دا سیالۍ د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي. ځکه له دغو لوبو وروسته به لوبډلې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغو سیالیو ته پوره چمتووالی لري."
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ به دوام ولري، چې پکې ۲ پنځوس اوریزې او دري ۲۰ اوریزې لوبې هم شاملې دي.
افغان ملي لوبډلې تر دې دمه د زیمبابوې پر وړاندې ۲۵ ځلې په یو ورځنیو لوبو کې لوبه کړې، چې ۱۵ لوبې یې ګټلي دي.