دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 254185
د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او برشنا شرکت ترمنځ مجازی خبرې
د برشنا شرکت د چارواکو په وینا، د شرکت اجراییه رییس او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر نن (دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) مجازی خبرې وکړې. د کابل – اندخوی – کابل ۵۰۰ کیلو ولټ لین د پروژې پیل د دغو خبرو اترو یوه موضوع وه.
افغان غږ خبری آژانس، د برشنا شرکت اعلان کړی چې د دې شرکت اجراییه رییس محمد عیسی ثاني او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر محمد رجب مرادوف د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۲۳ مه) مجازي خبرې اترې وکړې.
 
په دې خبرو کې دواړو لورو د کابل – اندخوی – کابل د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
 
له بلې خوا په دې کتنه کې موافقه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو لورو له خوا يو ګډ تخنيکي ټيم وګومارل شي چې د دغې پروژې د کار بهير له نږدې وڅيړي.
 
له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې تړون د تېر حکومت پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی و، خو په هېواد کې له وروستیو تحولاتو یې کار درولي و.
 
https://avapress.com/vdcaaynum49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته