دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 254258
د بادغیس د علماوو شورا د ولایتي شورا مسوولیت په غاړه واخیست
د بادغیس ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت د علماوو شورا د دې ولایت د اوسېدونکو د لا زیاتو ستونزو د حل او له هغوی سره د اړیکو د ټینګښت په موخه په ولایتي شورا بدله کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس، د بادغیس والي مولوي عبدالصمد جاهد وویل: دغه شورا د خلکو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې او د خلکو او دولت ترمنځ د پول حیثیت لري.
 
د بادغیس والي زیاته کړه چې دغه شورا په ولایتي شورا بدله شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر د علماوو شورا جوړه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د بادغيس د علماوو شورا شل غړي لري، چې يو يې رييس، مرستيال او نور غړي لري.
 
په همدې حال کې د بادغیس ولایت دیني عالمان وايي چې د دې ډول شورا شتون د خلکو د ستونزو په حل کې اغېزمن دی.
 
ديني عالم او په بادغيس کې د علماوو شورا غړى مولوي غلام محمد موحدي وايي: "په دې شورا کې د خلکو ستونزې او غږونه اورېدل کېږي."
 
په تيرو وختونو کې ولايتي شورا د خلکو د ستونزو د هواري او حل کولو مسووليت په غاړه درلود.
 
https://avapress.com/vdcbsab5wrhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته