دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 254312
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون له لارې له سلو څخه د زیاتو کسانو راستنیدل
د افغانستان د شخصیتونو کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر سلو ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي او لسګونه نورو یې د راستنېدو فورمې ترلاسه کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان شخصیتونو د اړیکو کمیسیون په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د دغه کمیسیون د کار له پیل راهیسې تر ۱۰۰ ډېر کسان هېواد ته راستانه شوی او لسګونو نورو د راستنېدو فورمې ترلاسه کړی دی.
 
په دې وروستیو کې د حکومت د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري د اسلامي امارت د چارواکو له هرکلي سره هېواد ته راستون شو.
 
د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري تود هرکلی وشو او له دې امله یې مننه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت د پوهنې وزير فاروق وردګ، د برشنا شرکت پخوانى رييس امان الله غالب؛ دولت وزیري، د پخواني حکومت د دفاع وزارت ویاند؛ ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي. د اسلامي امارت چارواکي دا هم وايي، چې له یادو کسانو سره له هېواده بهر تماسونه نیول شوي دي.
 
خو د ځینو کارپوهانو په اند د اسلامي امارت د مخکښو شخصیتونو او اصلي مخالفینو بیرته ستنیدل لا هم په ابهام کې دي او څرګنده نه ده چې دوی به په کومو شرایطو بیرته هیواد ته راستانه شي.
 
https://avapress.com/vdccs0qii2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته