دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 254349
د هرات صرافان غوښتنه وکړه چې د زړو بانکنوټونو ستونزه دې هواره شي
د هرات د صرافانو اتحادیې مشر د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې د زړو بانکنوټونو د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس، د هرات ولایت د چارواکو د خبر له مخې، د صرافانو د اتحادیې مشرتابه د هرات له والي سره وکتل او د صرافانو ستونزې یې مطرح کړې.
 
د صرافانو د اتحادیې رئیس محمد ترابي د هرات والي ته ځینې ستونزې مطرح کړې او د زړو نوټونو بانک د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
 
د هرات والي د صرافانو د اتحاديې له رئيس او غړو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې به د حل لاره جوړه کړي.
 
خو له څو کلونو راهیسې د بانکونو د زړو نوټونو ستونزه د خلکو او سوداګرو لپاره یوه لویه ننګونه ګرځېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdcc00qio2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته