دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 254739
په فراه کې نيم ټن بم کشف شو
د فراه ولايت امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې يې له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې د وخت څخه پاته شوي ۵۰۰ كيلو ګرامه بم کشف او شنډ كړى دى.
افغان غږ خبری آژانس، د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند عارف عادل وايي، دغه ۵۰۰ کیلو ګرامه بم د روسیې له اشغال راهیسې په افغانستان کې پاتې دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه بم د فراه په مرکز کې موندل شوى او د کفر کلا غرنۍ سيمې ته لېږدول شوى دى.
 
هغه زياته کړه، چې د فراه د امنيه قوماندانۍ د انجنيرۍ ټيم دغه بم شنډ کړى دى.
 
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د ماينونو د نه چاودلو په صورت کې بايد خلک همکاري وکړي او اړوندو مسؤلينو ته دې خبر ورکړي.
 
خو په افغانستان کې د روسانو له اشغال څخه پاتې شوي داسې بمونه ډېر کم لیدل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfmjd01w6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته