افغان غږ خبری آژانس، د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د بوریس جانسن استازي لرد طارق احمد پرون (جمعه، د سرطان ۳) په خپل ټویټر لیکلي چې دغه پیسې به د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې له نړیوال فدراسیون سره مرسته وکړي.
د بريتانوي چارواكو په وينا، دا مرسته د بريتانيا د ۲۸۶ ميليونه پونډ د مالي ژمنې يوه برخه ده چې د روان كال په پيل كې شوې وه.
هغه وویل چې د برتانیا مرستې به د هغه خلکو سره مرسته وکړي چې حیاتي سرچینو ته ضرورت لري.
د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د پکتيکا او خوست ولايتونه د ۵.۹ درجې زلزلې ولړزول.
د اسلامي امارت چارواکو د دغې زلزلې د تلفاتو شمېر تر یو زرو ډیر او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان اعلان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، چې د خوست ولایت په برمل، ګیان او سپېرې ولسوالیو کې شاوخوا ۷۷۰ کسان وژل شوي او ۱۴۵۵ نور ټپیان شوي دي.
دپکتیکا سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د پرونۍ زلزلې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې دمه یو شمېر هېوادونو کابل، خوست او پکتیکا ولایتونو ته مرستې رسولي دي.