دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 255694
د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې له ۱۸ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته کړي
د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین له زیاتېدو سره د روان کال له پیله تر اوسه له ۱۸ میلیونو ډېرو کسانو سره بشري کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روان کال له پیل راهیسې یې ۴۱۰ زره ټنه خوراکي توکي او څه باندې ۱۱۵ میلیونه ډالره نغدي مرسته پر زیانمنو شویو کسانو ویشلې ده.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له هند څخه افغانستان ته د لس زره ټنه مرستې غنم د ایران له لارې لېږدول کيږي او دغه مرستې به په دغه هېواد کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.
 
د هند د مرستو د دغې بستې د لېږدولو تفاهم لیک درې ورځې وړاندې په نوي ډیلي کې د هندي چارواکو او ملګرو ملتونو ترمنځ لاسلیک شو.
 
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، له افغانستان سره د هند بشري مرستې د شاوخوا ۱۹ میلیونه وګړو لپاره چې له خوارځواکۍ سره مخ دي، مهمې دي او د دغه هېواد له خلکو سره یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا له افغانستان سره د هند د غنمو د مرستې وروستۍ برخه ده، چې له دې وړاندې یې په دغه هېواد کې د روان کړکېچ د هواري ژمنه کړې وه.
 
د ملګرو ملتونو دې ادارې ټینګار کړی، چې د هند د غنمو د مرستو څلور پړاوه افغانستان ته لېږدول شوي او په ټول هېواد کې پر اړمنو کسانو وېشل شوي دي.
 
هند تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ۵۰۰ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې وه. له پاکستان څخه افغانستان ته د دغه هېواد د غنمو د مرستې لومړی پړاو د فبرورۍ په ۲۲مه  پیل شوه.
 
https://avapress.com/vdcgyn9xtak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته