دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 255696
د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک ۲۰ میلیونه ډالره مرسته
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزو نوښتونو د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تړون به د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او موخه یې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ظرفیتونو لوړول او چټک ملاتړ دی.
 
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي: "نوی ملګرتیا به د غیر دولتي موسسو (NGOs) او مدني ټولنې سازمانونو لپاره د دوی په کاري چاپیریال کې مناسب ظرفیت رامینځته کړي او د ګړندي اغیزو سره د پروژو ملاتړ وکړي."
 
دغه بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله غیر دولتي او مدني بنسټونو د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیايي فعالیتونو کې مهم رول لوبولی دی.
 
سورایو بوزوروکووا ؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیال له نړیوال بانک څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې یې له غیر دولتي موسسو او مدني بنسټونو سره پیوستون او ملاتړ څرګند کړ او په داسې وخت کې یې د ودې په حال کې چې دوی ورته ډیره اړتیا لري مرسته وکړه.
 
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې د نړیوال بانک له پروګرام سره د لاسلیک شوي تړون له مخې به د چټکو اغیزو لرونکو پروژو ملاتړ وکړي.
 
ویل شوي، چې د دغو پروژو موخه؛ د معلولیت لرونکو خلکو په ګډون د زیان منونکو ټولنو لپاره روغتیا، زده کړې، کرنې، د خوړو خوندیتوب او د معیشت فعالیتونو ته د لاسرسي زیاتوالی پیدا شي.
 
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې د اقتصادي بیارغونې او کمزورو ټولنو د ملاتړ په برخه کې د لسیزو تجربې او تخصص په لرلو سره غواړي ۴۰۰ غیردولتي او مدني ټولنې د خپلو ظرفیتونو پر بنسټ وټاکي چې ژر تر ژره معلومات ورکړي، ګډون وکړي او پروژې ډیزاین کړي.
 
https://avapress.com/vdci3warqt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته