دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 255721
حکمتیار د لاهه د محکمې له خوا په افغانستان کې د بریتانیا د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه وکړه
ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ (سرطان ۲۴) په کابل کې د خپلې وینا پر مهال د لاهه له محکمې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د جمعې د لمانځه پر مهال وویل: دښمنان هڅه کوي چې دیني جګړې ته لمن ووهي او په همدې موخه دیني عالمان وژني.
 
د حزب اسلامي مشر د خپلو خبرو په دوام کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دیني عالمانو د وژنې عاملینو ته سزا ورکړي.
 
دغه راز په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ترسره شويو جنګي جنايتونو په غبرګون کې يې د لاهه له محکمې غوښتي، چې د افغانانو په وژنه کې د ښکېلو بهرنيو ځواکونو دوسيې وڅېړي او محاکمه يې کړي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې بي بي سي په افغانستان کې د ناټو د جګړې پر مهال د برتانوي ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه راپور خپور کړی دی.
 
د دغې برتانوي شبکې د څېړنو له مخې، د برتانوي پوځ ځانګړو ځواکونو "SAS" په افغانستان کې د جګړې پر مهال په پرله پسې ډول بې وسلې کسان وژلي او جنګي جرمونه يې کړي دي.
 
بي بي سي راپور ورکړی چې د برتانیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۰ کال کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ بندیان او په ناقانونه توګه ملکي وګړي وژلي دي.
 
دغې برتانوي رسنۍ د دې عملياتو د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو برتانوي پوځ په هلمند کې د ناټو د جګړې پر مهال د افغانستان په سوېل (هلمند) کې مېشت و او په دغه ولايت کې يې خپل عمليات ترسره کول.
 
بي بي سي په خپل راپور کې د ځانګړو ځواکونو د پخوانیو سرتېرو له قوله شواهد وړاندې کړي او ویلي یې دي چې دغو سرتېرو د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو په وژلو اعتراف کړی دی.
 
https://avapress.com/vdchimniz23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته