دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 255874
د کندهار د پوليسو د نويو يونيفورمونو له وېش څخه د خلکو رضايت
په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت په هماهنګۍ د کندهار امنیه قومندانۍ له لوري د کندهار ټولو امنیتي ځواکونو ته ځانګړي یونیفورم وویشل شو، دغه نظامي یونیفورم د اسلامي امارت د محترم مشر شیخ ملا هبت الله اخندزاده په ځانګړي لارښونه جوړ او وویشل شو. د کندهار ښاریانو د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دې کار د پولیسو په کړنو کې نظم راوستی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار والي حاجي یوسف وفا ټولو امنیتي مسولینو ته وویل چې هیڅ امنیتي ځواک حق نه لري چې په ساده جامو کې څوک تلاشي کړي او یا هم په ساده جامو کې له مهماتو او دولتي وسایطو څخه کار واخلي او دا ټول د دوی په غوښتنه دي.
 
د ښاریانو په وینا، دې کار د دې ولایت د امنیتي ځواکونو فعالیتونه منظم کړي دي.
 
د کندهار ولايت اوسېدونکي حکمت الله په دې اړه افغان غږ خبری آژانس ته وويل: له کابل وروسته په کندهار کې د پوليسو د يونيفورم وېش د امنيت په برخه کې ښار څو چنده ښکلی کړی او په ښار کې د امنيتي ځواکونو فعاليتونه ډېر شوي دي. خلکو ته ښکاره شوی دی."
 
هغه وايي، پخوا به د عامو او پوځيانو تر منځ په ظاهري بڼه توپير نه کېده، خو اوس چې امنيتي ځواکونه خپل يونيفورم اغوندي، دا توپير رامنځته شوى، چې خلکو ته اجازه ورکول کېږي، چې خپلې ستونزې له پوځيانو سره شريکې کړي.
 
نوموړي له مسوولینو وغوښتل، چې امنیتي ځواکونو ته دې د پوځي یونیفورم د اغوستلو ترڅنګ، خپل ویښتان پرې کړي او په پوځي یونیفورم کې دې له اضافي توکو لکه ټوپۍ، بوټانو او لنګوټې نه کار واخلي.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکی عبدالجليل هم د نويو او منظمو امنيتي يونيفورمونو سره د امنيتي ځواکونو په ليدلو خوښ دی.
 
نوموړی وايي، په تېر کې بېلابېلو کسانو د اسلامي امارت تر نامه لاندې له خلکو څخه د وسلو په زور پيسې، موټرونه او موټرسايکلونه اخيستي، چې د کندهار ښاريانو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.
 
د کندهار په شهيدانو چوک کې د امنيتي ځواکونو له ډلې څخه يو تن اجمل چې شپه او ورځ په ساړه او ګرمۍ کې د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د هېوادوالو د امنيت ټينګښت دنده لري، وايي: اجازه نه ورکوي. هر هغه څوک چې په ښار کې د قوانینو خلاف کار وکړي یا د ښاریانو لپاره ستونزې رامینځته کړي.
 
نوموړی د خپلو چارواکو له کړنو هم خوښ دی چې په یونیفورم یې سمبال کړی او د خلکو د خدمت په موخه یې د امنیتي سرتېري په توګه ټاکلی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcgun9xtak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته