دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 256122
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر مشر بامیانو ته سفر وکړ
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشر مارکس پوتزل بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، مدني ټولنو، ښځو او د دغه ولایت د خلکو د مشورتي کمېسیون له استازو سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس: یوناما وايي چې په دغو ناستو کې د هر اړخیز ګډون او تصمیم نیونې د اهمیت په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وشوې.
 
د یوه ټول شموله حکومت جوړول او په افغانستان کې د مېشتو ټولو توکمونو ګډون او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په تېره بیا په سیاست او ټولنه کې د ښځو ونډه هغه مسایل دي چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له خوا پرې توافق شوي، خو د اسلامي دولت امارت اوسنی حکومت ټول شموله ګڼي او له اوسني نظام څخه د خلکو پر ملاتړ ټینګار کوي.
 
https://avapress.com/vdcdx90xxyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته