دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 256153
اوکراین او روسیه یو بل د بشریت ضد جرمونو باندي تورنوي
دا په داسې حال کې ده چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پيل څخه پنځه مياشتې تېرېږي او په دې وروستيو کې دواړو غاړو يو بل د بشريت ضد جنايتونو تورن کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې پوځي الوتکو په تور بحیره کې د دغه هېواد د غلو د صادراتو پر بندر څو توغندي توغولي دي.
 
دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې روسي چارواکي وايي، د دوی د عملیاتو ځای د غلو د صادراتو بندر نه، بلکې په تور سمندرګي کې پوځي هدفونه وو.
 
تر دې مخکې اوکرایني رسنیو ویلي وو، چې روسیه او اوکراین د تورې بحیرې له لارې د اوکرایني غلو د صادراتو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
 
له بلې خوا روسیې د اوکراین د پوځ ۹۲ غړي د بشریت پر ضد په جنایتونو تورن کړي دي.
 
الکساندر بیسترکین؛ د روسیې د تحقیقاتو د کمیټې مشر د سوریې، ایران او بولیویا په ګډون د دغو چارواکو د محاکمې لپاره د نړۍ یو شمیر هیوادونو ته د نړیوالې محکمې د جوړولو وړاندیز کړی دی.
 
باید وویل شي چې ولادیمیر پوتین؛ د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو د پیلولو امر صادر کړ او د دونباس، لوهانسک او دونیتسک له جمهوریتونو یې د اوکراین پر وړاندې د دفاع لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
 
پوتین له پیله په دې خبره ټینګار وکړ چې مسکو د اوکراین د خاورې د نیولو په لټه کې نه دی او د پوځي عملیاتو هدف یې د اوکراین بې وسلې کول دي.
 
د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو د روسيې پر ضد د بنديزونو په زياتولو او اوکراين ته د سپکو او درنو وسلو په استولو سره، نه يوازې د وضعيت په ارامولو کې مرسته نه ده کړې، بلکې د جګړي اور يې نور هم زياته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdchm-nix23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته