دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 256177
د آقينې ګمرک ته څه دپاسه پنځه زره ټنه ګاز داخل شول
د فارياب ولايت د آقينې ګمرک چارواکي وايي، دغه ګمرک ته ۱۵۹ واګونونه چې ۵۳۹۵.۹۷ ټنه مايع ګاز ننوتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د آقینې ګمرک د اورګاډي د پټلۍ رئیس برکت الله رسولي نن سه شنبه د اسد ۴ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په دې وروستیو ورځو کې ۱۵۹ واګونونه چې ۵۳۹۵.۹۷ ټنه مایع ګاز بار وي دغه ګمرک ته داخل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه ګازي واګونونه له ترکمنستان څخه وارد شوي او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته لېږدول کېږي.
 
د دې تر څنګ د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله نوراني هم له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې هرات ته د ترکمنستان د ګازو د رسېدو خبر ورکړ. خو نوموړي د وارد شوي ګاز د اندازې په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د هېواد بازارونو ته د لسګونه زره ټنه مایع ګاز د ننوتلو او په نږدې راتلونکي کې د نفتي توکو د بیو د کنټرول لپاره د ترکمنستان سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
دغه وزارت وايي، په هغه غونډه کې چې د اسلامي امارت د لومړي وزیر اقتصادي سلاکار، د ملي سټنډرډ ادارې او د نفتو او ګازو دولتي شرکت په ګډون جوړه شوې وه، له ترکمنستان څخه د مایع ګازو پر واردولو خبرې وشوې.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د مایع ګازو واردونکې کمپنۍ به ډیر ژر په زرګونو ټنه ګاز چې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ له بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته رسېدلي، وارد کړي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې بازار ته د دې اندازې ګاز په واردولو سره به د مایع ګازو بیه هم د پام وړ را ټيټه شي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت یادونه کړې، چې تمه ده لسګونه زره ټنه مایع ګاز به ډېر ژر له ترکمنستان څخه د افغانستان بندرونو ته ورسېږي.
 
په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز او ډیزل په ګډون د نفتي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
 
په کابل ښار کې د يو کيلو مايع ګاز بيه ٨٠ افغانۍ او د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ١٢٠ افغانيو ته رسېدلې ده.
 
تر دې مخکې د نفتو او ګازو دولتي شرکت، د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، سوداګرۍ وزارت، مرکزي بانک او د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د یوه ګډ پلاوي د سفر په ترڅ کې ایران ولاړ او ددغه هېواد سره د ٣٥٠ زره ټنو نفتي توکو د پېرلو تړون لاسليک کړ ترڅو د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د بيي  راټيټ شي.
 
https://avapress.com/vdcd590x5yt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته