دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 256241
چین په اسیا کې د افغانستان د سیمه ییز اقتصاد پر اهمیت ټینګار وکړ
یو شیاویون؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د پل په توګه د کابل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، بیجینګ په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ له پروژو څخه د ملاتړ لپاره چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس، د ازبکستان د خبري آژانس (uzdaly) له مخې، Yu Xiayun  د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د "افغانستان د امنیت او اقتصادي پراختیا" په نړیوال کنفرانس کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه، د افغانستان اوسنی وضعیت مهم وباله او ویې ویل چې په دغه هېواد کې د ګواښونو او ننګونو زیاتوالی د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز نه کوي. یوازې د سیمه ایز امنیت په اړه بلکې د نړیوال امنیت په اړه هم لري.
 
په ورته وخت کې د چینايي چارواکو له دغو څرګندونو وروسته د هند حکومت د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې د افغانستان په ګډون د هر ډول درېیمګړي ګډون په اړه په منفي غبرګون کې ادعا کړې چې دا ډول اقدام غیر قانوني دی.
 
په افغانستان کې د چین استازي وویل: نن ورځ ۲۳ میلیونه وګړي له خوراکي توکو بې برخې دي او د دغه هېواد د وګړو ډېری برخه د فقر تر کرښې لاندې ده. دا مسله په افغانستان کې د القاعدې په ګډون د نړیوالو تروریستي جوړښتونو د فعالیت د زیاتوالي او د هغوی په لیکو کې د عامو خلکو د ونډې لپاره شرایط برابروي.
 
په ورته وخت کې چینايي چارواکي یادونه وکړه چې په دې خاطر باید نړیواله ټولنه په دغه هېواد کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره له افغانستان سره د مرستې لپاره لازم اقدامات وکړي.
 
هغه همداراز د مزارشریف – کابل – پېښور د اورګاډي کرښې او د لوېدیځ چین له منځنۍ اسیا سره د نښلولو د اورګاډي کرښې په ګډون د سیمه ییزو پروژو د پلي کولو لپاره د چین پر چمتووالي ټینګار وکړ.
 
د دا ډول سترو پروژو پلي کول به په افغانستان کې د باثباته سولې په رامنځته کولو او هم د سیمه ییزو اتصالونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
 
د تاشکند په کوربه توب "د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ" نړیوال کنفرانس تېره سه شنبه (د اسد ۴مه) پیل شو. په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره باید د افغانستان اقتصاد د یو مهم عامل په توګه را ژوندی او پیاوړی شي.
 
په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو، د خوړو او کرنې سازمان، اروپايي ټولنې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، د اقتصادي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ له شلو هېوادونو او د ګڼو سازمانونو څه باندې سلو استازو ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcfjvd0yw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته