دخپریدو نیټه :جمعه ۷ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 256312
د امریکا سنا د چین له نفوذ سره د مقابلې لپاره یو پلان تصویب کړ
د امريکا مشرانو جرګې پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د سيمي د صنعت د ملاتړ او له چين سره د سيالۍ په موخه دې صنعت ته پراخ سوبسیډ ځانګړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس: امریکايي سناتورانو په مشرانو جرګه کې د هیواد د سیمی صنعت د ملاتړ طرحه تصویب کړه. دغه پلان په دې برخه کې د چين له پراخ نفوذ سره د مقابلې لپاره پلی شوی دی.
 
د دې پر بنسټ، د امریکا د استازو جرګه اراده لري چې پرون (پنجشنبه) د سنا له خوا د تصویب شوي پلان په اړه پرېکړه وکړي چې په حق کې یې د ۳۳ مخالفو رایو په مقابل کې ۶۴ رایې ورکړي.
 
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، که دا پلان تصویب شي، د امریکا ولسمشر جوبایډن به د راتلونکې اونۍ په پیل کې د دې قانون په لاسلیکولو سره توشیح کړي.
 
دا قانون، چې د تصويب په صورت کې ، اټکل کيږي چې د سيمي د توليد لپاره به امريکايي فابريکو ته د ۵۲ ملياردو ډالرو څخه زيات دولتي سوبسیډ تخصيص کړي.
 
دغه قانون د امريکا علمي مرکزونو او څېړنيزو بنسټونو ته دا فرصت هم ورکوي چې د پنځو کلونو لپاره د څه دپاسه ١٧٠ مليارډو امريکايي ډالرو په تخصيص سره د چين سره د علمي څېړنو او سيالۍ لپاره نوي ډګرونو ته داخل شي. ویل کیږي چې کانګرس باید د دې پانګونې د تمویل لپاره د بودیجې نوی قانون تصویب کړي.
 
د امریکا په ولسي جرګه کې د اکثریت ډیموکراټ ګوند مشر چک شومر په دې اړه وویل چې دی په دې باور دی چې د دې بودجې تخصیص د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي کولی شي.
 
بل امریکايي سناتور مارک وارنر وویل: "که موږ دا کار نه وای کړی، زموږ د سیمی فابریکې به نور په هیواد کې د فعالیت توان ونلري."
 
په امريکا کې د چين سفارت د دغې بوديجې د تصويب لپاره د امريکايي چارواکو د هڅو په غبرګون کې وويل، د امريکا له دغه اقدام سره په کلکه مخالفت کوي چې د سيمي صنعت په برخه کې له چين سره سيالي وکړي.
 
امریکا له چین څخه د نیمه هادی یو له سترو واردونکو څخه دی چې د بیجینګ په وړاندې د واشنګټن له یو اړخیز بندیزونو وروسته په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcezp8wwjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته