دخپریدو نیټه :شنبه ۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 256348
له ګاونډیانو سره د باور جوړونې د لارې د بریالیتوب په اړه د "اسلامي امارت" خوشبیني
په ازبکستان کې له نړیوالې غونډې وروسته د "اسلامي امارت" چارواکو له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د باور جوړونې د لارو چارو د بریالیتوب په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سیمې د امنیت د تامین او د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي په خاطر له ګاونډیانو سره د ګډو سیاسي او امنیتي تدابیرو نیول په راتلونکې کي د اړیکو لاره د اسلامي امارت او ګاونډیانو ترمنځ روښانه کولای شي.
 
هغه زیاته کړه چې له خپلو ګاونډیانو سره د باور جوړولو په اړه د "اسلامي امارت" پالیسي په سیمه کې په پراخه کچه منعکس شوې ده.
 
باید وویل شي چې امیرخان متقي؛ څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان په نړیواله غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوي وه ګډون وکړ او د دغې غونډې په ترڅ کې یې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره وکتل. په تاشکند کې د ازبکستان د اداري چارو له مشر عمر زاکوف او یو شمېر افغان سوداګرو سره خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdo90xjyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته