دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 257079
د هوا پېژندنې ادارې په هېواد کې د سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بادونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن او سبا (اسد ۲۲ او ۲۳) په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کابل، بغلان، بامیان، دایکندي، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، پکتیکا، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې د سېلابونو، ورښتونو او سختو بادونو امکان شته
 
د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې د ۱۰ او ۴۰ ملي متر تر منځ د باران اټکل کړی دی.
 
دغه رياست دا هم ويلي، چې په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې د يوې شېبې قوي باد او له دوړو سره د ورېدو امکان شته.
 
ویل کیږي چې په دې ولایتونو کې به د باد سرعت په ساعت کې د ۲۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcfeed01w6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته