دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 257363
په کندز کې د شاتو په تولید کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی
د هېواد په شمال ختيځ کې د کندز د کرنې رياست مسوولين وايي، چې د اقليمي شرايطو له امله په دغه ولايت کې د شاتو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله نږدې پنځوس سلنه کموالى راغلى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: امان الله حسن؛ د کندز د کرنې او اوبو لګولو رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: سږ کال په کندز کې ٣٥ ټنه شات توليد شوي چې د تیر کال په پرتله ٥٠ سلنه کموالى ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، د هوا د خرابوالي، د اورښتونو کمښت او د ګلانو کمښت د دې لامل شوى، چې سږ کال د شاتو په حاصلاتو کې کموالى راشي، په داسې حال کې چې تېر کال په کندوز کې ٦٠ ټنه شات توليد شوي وو.
 
د کندز د کرنې رييس زياته کړه، چې په کندز کې د شاتو د توليد ٥٠٠ فارمونه او ٩٩٠٠ کورنۍ په کار بوختې دي، چې ډېرى يې په چهاردرې، خان اباد او امام صاحب ولسواليو کې فعال دي.
 
کندز د هېواد په کچه د شاتو د تولید له مهمو ولایتونو څخه دی، چې شات یې ګاونډیو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي.
 
په همدې حال کې په کال کې دوه زره او سل ټنه شات تولیدیږي. خو د هېواد د تولید ظرفیت ۱۱ زره ټنه اعلان شوی دی.
 
په تېرو څو کلونو کې په شمال ختيځ کې د تخار او بدخشان، په شمال کې بلخ، په مرکز کي باميان، په لوېديځ کې هرات، په ختيځ کې ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د شاتو د توليد کچه له ٣٠ څخه تر ۷۰ سلني پوري پورته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcb0zb5frhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته