دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 257395
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا / د بار وړونکو موټرو د تېرېدو لپاره شپږ میاشتنۍ ویزې صادرې شوې
پاکستاني ډان رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نوید قمر په اسلام اباد کې د یوې غونډې په څنډه کې د بار وړونکو موټرو لپاره د شپږ میاشتنۍ ویزې د ورکولو هوکړه اعلان کړه او ویې ویل چې د ویزو په صادرولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ اسانه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وايي، هېواد یې له ازبکستان سره د لاریو چلوونکو ته د شپږو میاشتو د ویزو د ورکولو تړون لاسلیک کوي.
 
د دغه پاکستاني چارواکي په وینا، له دې وروسته به دغه لارۍ نه یوازې افغانستان بلکې ازبکستان ته هم ځي.
 
نوموړي د واګې له پولې د افغان لاریو د تګ راتګ غوښتنې په اړه وویل چې دا مهال له هند سره د سیاسي کړکېچ له امله دا کار ممکن نه دی.
 
د قمر په وینا، هرکله چې له پاکستان سره د هند اړیکې عادي حالت ته راشي، نو د واګه بندر له لارې به هم خپل عادي کار پیل کړي.
 
پاکستان اوس په یوه نه جبرانېدونکې سیاسي او اقتصادي کړکېچ کې دی او له بل هر وخت زیات له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي تړونونو د لاسلیکولو اړتیا احساسوي.
 
د يادونې وړ ده، چې که څه هم افغانستان هېڅکله هم له پاکستان سره د سوداګرۍ پر مخ د دغه هېواد لار نه ده بنده کړې، خو پاکستان کله ناکله د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د بندرونو په تړلو سره افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي
https://avapress.com/vdcgyu9xnak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته