دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 257416
ملت ته د حکومت حساب/ په هېواد کې د څه باندې ۳۰۰ درملو د تولید لپاره زمینه برابره شوې
ولس ته د حکومت د حساب ورکونې د بهیر په دوام کې د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې د خپل یو کلن کار راپور له رسنیو سره شریک کړ او ویې ویل چې په هېواد کې د څه باندې ۳۰۰ ډوله درملو د تولید لپاره زمینه برابره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو او درملو د ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل خبري کنفرانس کې وویل: د صحي محصولاتو او خوراکي توکو کنټرول او څارنه، د سوداګرو د فورمو ثبتول، د خلکو د لاس رسي اسانتیاوې، د صحي او خوراکي توکو کیفیت لرونکي توکو څارل، د فعالیت جوازونو ویش، د قاچاق مخنیوی او د ټیټ کیفیت لرونکي او زیانمن خوراکي او روغتیايي محصولاتو د مخنیوی او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول په تیر کال کې د دې ادارې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
 
د دې ادارې د رييس په وينا، د شرکتونو ثبتول، چې پخوا به په غير معياري ډول کار ترسره کول، اوس يوه معياري پروسه ده او هر شرکت له ټاکلي پړاوونو او فزيکي څارنې وروسته د فعاليت جواز ترلاسه کوي.
 
هغه زیاته کړه: دغې ادارې د ۱۱۵۶ سوداګرو پروفارمونه ثبت کړي، چې له مخې یې د څه باندې ۶۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰۹۷۶ درمل او ۱۳۳۸ روغتیايي محصولات افغانستان ته وارد شوي او په دې وروستیو کې ۳۷ نوي شرکتونه او ۸۰ درمل ثبت شوي دي. تر دې دمه د ۲۹۷ شرکتونو له لارې ۳۷۶۶ درمل توکي افغانستان ته داخل شوي چې د چک او تجزیې لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.
 
همدا راز د ۱۴۶ وارداتي خوراکي توکو د چک او کنټرول چارې بشپړې شوې او شاوخوا ۳۰۰ زره کارټن خوراکي، مشروبات او صحي محصولات له منځه وړل شوي.
 
د دغه رياست د رييس په وينا، د يوه کال په موده کې يې ۲۷۳ عمده پلورونکو، ۵۱ شرکتونو او ۴ نويو فابريکو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي، چې له دې سره يې ۱۳۰۹ درملتونونو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د تېر يوه کال په ترڅ کې په لابراتوار کې ١٧٢٩٠ درمل تحليل شوي او ٥٩٥ درمل بېرته راستانه شوي، چې له دې سره د دولت په عوايدو کې ١٠٣٦٧٩٣٣ افغانۍ زياتوالى راغلى دى. دغه راز د هرات په ګمرک کې ۴۵۰ خوراکي توکي او د ننګرهار په ګمرک کې ۱۳۴۳ توکي تحلیل شوي دي.
 
په همدې ډول دغې ادارې ۲۳۳ اکمالاتي شرکتونه، ۴۴۷ عمده پلورنځي، ۶۵۸ پرچون پلورونکي، ۲۲ روغتونونه او ۷۲ د اعلاناتو مرکزونه او شبکې څارلي، چې په پایله کې یې ۱۰۶ د درملو پلورنځي، ۱۱۵ عمده پلورنځي او ۸ اعلاناتي مرکزونه او شبکې په دایمي او موقتي توګه تړل شوي دي.
 
په تېرو څلورو میاشتو کې هېواد ته د ۵۴۶ کانټینرونو درمل او ۹۱۹۰ کانټینر خوراکي توکي د ازمایښت او کنټرول چارې بشپړې شوې دي. د چارو د لا ښه سمبالښت او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، دغه دفتر په اړینو څانګو کې د مشخصو کمېټو په جوړولو او د قانون په تعدیل او د لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو په ترتیبولو سره د دغه دفتر ټول سیستم ډیجیټل کړی دی.
 
د دغه رياست د مسوولينو په وينا، له سوداګرو سره په تفاهم کې د قاچاق او د بې کيفيته او زيانمنو توکو د ننوتلو د مخنيوي او دغه راز د کورنيو توليداتو د زياتوالي لپاره جدي هڅې پيل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdca60nui49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته