دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 257881
د بامیان ولایت د استخباراتو ریاست د خپلو ۶۰ تنو منسوبینو د فراغت مراسم ترسره کړل
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استخباراتو له ریاست څخه ۶۰ تنه په بېلابېلو نظامي څانګو کې له یو نیم میاشتني روزنیز کورس وروسته د خلکو خدمت ته چمتو شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: په دغو مراسمو کې د بامیان ولایت د اسلامی امارت ویاند مولوی عبدالله سرحدی د دغو ځواکونو فراغت په دغه ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: د اسلامی امارت له ځواکونو څخه مننه چي نن د هېواد او بامیان د ټولو وګړو امنیت تامین کړی دی.
 
مولوي سرحدي د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او له هر هغه تعصب څخه دې ډډه وکړي چې د اسلامي امارت د ځواکونو لپاره د منلو وړ نه وي.
 
د دغه پروګرام په دوام کې د باميانو د استخباراتو رييس ملا عبدالرووف روحاني څرګنده کړه چې د دغه روزنيز کورس له ترسره کيدو څخه يې موخه د پوځي څانګو د متخصصينو روزنه ده او زياته يې کړه: د اسلامي امارت د ځواکونو شپيته تنه غړي په ديني او نظامي برخو کې زده کړې ترلاسه کړي دي.
 
د پوځي مرکزونو له ډلې څخه نقیب الله کامران وايي: دغو ځواکونو له یوې نیمې میاشتې راهیسې د کابل د متخصصینو او استادانو تر څارنې لاندې پوځي او دیني زده کړې کړي او ټاکل شوې چې په دغه ولایت کې خپلې دندې ترسره کړي.
 
داسلامي امارت یوتن قومندان مولوي هدایت الله شهید داسلامي امارت شل کلنې مبارزې ته په اشارې سره داسلامي نظام بنسټ دشهیدانو په وینو کې وباله او ویې ویل: داسلامي امارت نظام د هغو کسانو میوه ده چې داسلامي امارت دحقوقو په سر کې ځای لري.
 
دده په وینا، د اسلامي امارت په لیکو کې باید تعصب داخل نه شي او د اسلامي امارت په منځ کې د فساد او تعصب د له منځه وړلو لپاره باید هڅې وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغو ځواکونو روزنه شاوخوا يوه مياشت وړاندې په يوه پوځي مرکز کې پيل شوې او په بېلابېلو پوځي او نظامې څانګو کې يې زده کړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcg7u9xqak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته