دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 258212
په تهران کښې له ایرانی چارواکو سره د ایران د روغتیا د وزیر کتنه/ د ایران د روغتیایی جوړښت له موډل څخه په استفادې ټینګار
د عامې روغتیا سرپرست وزیر تهران ته د خپل سفر او له ایرانی چارواکو سره د کتنې په ترڅ کښې په طبی برخه کښې د دواړو هیوادونو د ګډو ملګرتیاو په ضرورت ټینګار وکړ او په تخصصی او فرعی برخو کښې یې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد چې د یوه پلاوی په مشرۍ ایران ته تللی، د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي عباد له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا مهمه وبلله او له تهران یې وغوښتل چې د تخصص او فرعي تخصص په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
 
ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو روغتیايي چارواکو د یاد تفاهم لیک پر بنسټ په افغانستان کې په بېلابېلو طبي برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه کړې ده.
 
دغه راز دواړو لورو د ايران له سالم ساختماني موډلونو څخه په استفادې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.
 
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او له ایران څخه یې وغوښتل چې له روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
 
اسلامي امارت تر دې وړاندې د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د ښه والي غوښتنه کړې وه.
 
ایران ته د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست سفر په داسې حال کې کیږي، چې تیره ورځ یې په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې په بامیان کې د امام خمیني (رح) روغتون د کار د بشپړیدو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcfycd00w6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته