دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 258283
ترکمنستان د ریل پټلۍ په برخه کې افغان متخصصین روزي
ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د روزنې په برخه کې اسلامي امارت ته ۲۸ تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې د دغو بورسونو اړوند اسناد پرون (سه شنبه، وږي ۱۵) په کابل کې د ترکمنستان د سفیر خواجه عوادوف له خوا ملا بخت الرحمن شرافت ته وسپارل شول.
 
شل تنه افغان محصلین په ترکمنستان کې د اورګاډي پټلۍ په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي.
 
دغه روزنیز کورس د څلورو میاشتو لپاره ټاکل شوی دی.
 
په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړولو کار د جمهوري ریاست په دوره کې پیل شوی و، خو د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله ودرول شو.
 
په همدې حال کې تر اوسه معلومه نه ده چې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو کار چې افغانستان له ترکمنستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلوي، څه وخت بیا پیلېږي.
 
https://avapress.com/vdcdjj0xsyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته