دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 258304
چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د امنیت او سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په کابل کې د روسیې پر سفارت د ځانمرګی برید په غبرګون کې ویلی چې د چین حکومت هیله لری چې په کابل کې د دیپلوماتانو او سفارتونو امنیت تامین شی.
 
ماو نينګ پر دې هم ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنيت لپاره کار وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ (سنبلي ۱۴) یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د روسیې د سفارت د دروازې مخې ته ځان والوزاوه.
 
په دې پېښه کې د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.
 
داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.
 
له دې پېښې وروسته په کابل کې د روسیې سفارت د دوشنبې په شپه (سنبلي ۱۴) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په موقت ډول د قونسلګرۍ خدمات بندوي.
 
https://avapress.com/vdchv6nik23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته