دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 258507
په فاریاب کې د کولرا ناروغي
فاریاب ولایت کې سرچینې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي. د دوی په خبره، تر اوسه له ۷۰۰ ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب ولایت سیمه ایزو سرچینو د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د کولرا د ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړی او وایی: دغې ناروغۍ تر اوسه د «تمچی بابر»، «تمچی تنزیه» په کلیو کې ۷۰۰ کسان وژلي دي. د قیصار ولسوالۍ په "جګدلک" کې درې تنه په ناروغۍ اخته شوي او وژلي دي.
 
ویل کیږي چې په دې ناروغۍ اخته کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان دي.
 
سرچينه وايي، چې د فارياب د عامې روغتيا رياست له خوا د ډاکټرانو شپږ ډلې سيمې ته استول شوي او د ناروغانو درملنه کوي، خو د درملو کمښت شتون لري.
 
د "کولرا" ناروغي څه موده وړاندې د هوا په ګرمېدو او د سېلابونو له ورېدو سره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خپره شوې وه.
 
دا ناروغي د کولمو د شدید انتان یو ډول دی. یو ناروغ چې د ویبریو کولرا ویروس لري سخت اسهال او کانګې لري. د کولرا ویروس د خپریدو اصلي لامل د څښاک ککړې اوبه دي.
 
https://avapress.com/vdccx4qim2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته