دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 258581
د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره په بېلابېلو روغتیايي برخو کې مرستې کوي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د زړه د جراحۍ، د روغتونونو د ظرفیتونو د لوړولو، د روغتیايي ویزو د اسانتیا او په افشارو او بامیان ولایت کې د امام خمیني روغتونونو د بشپړولو په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: قلندر عباد؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست چې په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د څو ورځني سفر په ترڅ کې پرون (سه شنبه، سنبلي۲۲) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزارت ژمنه کړې ده چي افغانستان ته د طبي زده کړو د برابرولو او د روغتیايي ظرفیتونو د لوړولو لپاره مرسته کوي.
 
د ښاغلي عباد په وینا، له ایران سره د G5 په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه تفاهم شوی دی.
 
عباد زياته کړه، د G5 هېوادونو په غونډه کې د ايران، افغانستان، پاکستان او عراق په ګډون څلورو هېوادونو ګډون کړى و، چې په ترڅ کې يې د سيمې د يو شمېر هېوادونو په پولو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول په اړه تفاهم ليک لاسليک شو.
 
ده وويل چې په دې غونډه کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي هم ګډون کړى و.
 
هغه زیاته کړه، موږ د ایران له روغتیايي ظرفیتونو څخه د ځان بسیاینې او د افغانستان د روغتیايي ټولنې د پراختیا لپاره د خپلې طبي ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار اخلو.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې ایران د زړه د جراحۍ په برخه کې د روغتونونو د ظرفیت د لوړولو، د روغتیايي ویزو د اسانتیا او په افشار او بامیان ولایت کې د امام خمیني روغتونونو د بشپړولو ژمنه کړې ده.
 
هغه وویل، موږ له ایراني لوري سره هوکړې ته رسېدلي چې له ایران څخه به معیاري درمل واردوي او همدارنګه زموږ طبي تخنیکي ټیمونه به د دواړو هېوادونو د روغتیايي لومړیتوبونو په اړه پرله پسې خبرې وکړي.
 
د عامې روغتیا سرپرست وزیر هم وویل؛ په تېر کال کې له یو میلیون څخه زیاتې مېندې زیږون کړي وو چې له دې جملې څخه ۵۸۴ میندې د زیږون پر مهال مړه شوې دي.
 
هغه دا هم وويل، چې د تېر کال سياسي او اقتصادي وضعيت د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز کړى دى.
 
د یادولو وړ ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دې وروستیو کې د G5 په غونډه کې د ګډون او د روغتیا په برخو کې د همکاریو د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی وو.
 
د "G5" غونډه د افغانستان، ایران، عراق، پاکستان او د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو په ګډون په تهران کې جوړه شوه چې په پولو کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د یوه پلان د جوړولو په هدف د افغانستان روغتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcevv8wzjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته